د اذربایجان ولسمشر الهام علییف له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره نن په تهران کې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
د دواړو ګاونډیو هېوادونو چارواکو د ټرانسپورټ، یو بل ته د بریښنا د انتقال، روغتیا، طبي علومو، د ګمرکي مقرراتو او د تیلو او طبیعي ګازو د سوداګرۍ په اړه د همکارۍ ۱۱ سندونه لاسلیک کړل.
علییف وروستۍ ځل په ۲۰۱۴ کال کې ایران ته تللی و او د دې هېواد له ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه یي سره کتلي و.
په وروستیو کلونو کې د دواړو انرژي بډایه هېوادونو پر اړیکو د جاسوسي رسواییو سیوری غوړولی و.