وروسته له دې چې متحده ایالاتو او روسیې د دې اونۍ په پای کې په سوریه کې د اوربند پر نافذېدو موافقه وکړه، ولسمشر بشاراسد سمدستي د روان میلادي کال د اپریل ۱۳مه د سوریې د پارلماني انتخاباتو د نېټې په توګه اعلان کړه.
معلومه نه ده چې د اسد پرونی اعلان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغه سپارښتنې سره کومه اړیکه لري کنه چې په سوریه کې له اوربند وروسته په ۱۸میاشتنۍ سیاسي انتقالي دوره کې د پارلماني او د جمهوري ریاست د انتخاباتو غوښتنه کوي، ځکه په دې هېواد کې هسې هم د انتخاباتو وخت رارسېدلی دی.
په سوریه کې په ۴ کلونو کې پارلماني انتخابات کېږي او تېر ځل دا انتخابات د ۲۰۱۲ میلادي کال په مې کې وشول او په دې توګه د اوسني پارلمان د کار دوره په راروانه مې میاشت کې ختمېږي.
د اسد په فرمان کې د اپریل ۱۳مه د انتخاباتو د نېټې په توګه غوره شوې او د سوریې د هر ولایت لپاره څوکۍ مشخصې شوې دي.
له تېر ځل انتخاباتو وروسته اسد د کرنې وزیر ریاض حجاب د سوریې د نوي صدراعظم په توګه وټاکه خو حجاب له هغه مهاله د رژیم په وړاندې بغاوت وکړ او اوس مهال د سعودي عربستان له پلازمینې ریاض څخه د اسد پر ضد د اصلي اپوزېسیون مشري کوي.