د فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران کییف ته تللي

د فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین له مشرتابه څخه د ملاتړ لپاره کییف ته تللي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ لوېدیځ پلوې ایتلاف د اوکراین په پارلمان کې ډېرې څوکۍ له لاسه ورکړې.

راپورونه وايي، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ایرلټ کییف ته د سفر په ترڅ کې د اوکراین د اوسني حکومت له خوا د اصلاحاتو بهیر ستایلی دی.

خو دوی په عین حال کې له کییف غوښتي چې د ادارې فساد پر ضد مبارزه پراخه او په دې برخه کې پرمختګ وکړي.

په اوکراین له دوو کلونو څخه د زیاتې مودې راهیسې کړکېچ روان دی او د نویو شمېرو له مخې په دې موده کې ددې هېواد په ختیځ کې نهه زره او سل کسان وژل شوي دي.