حامد کرزي د فضل الله وحیدي پر برمته کېدو اندېښنه څرګنده کړه

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په اسلام اباد کې د هرات د پخواني والي سید فضل الله وحیدی پر اختطاف اندېښنه څرګنده کړه.

حامد کرزي نن په خپلې فېسبوک پاڼه کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د وحیدي په ازادولو کې له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

وحیدي تېره ورځ په اسلام اباد کې لادرکه شوی دی.

فضل الله وحیدي د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د کونړ او ورپسې د هرات والي و.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سید فضل الله وحیدي د موندلو لپاره یې له پاکستاني چارواکو سره اړیکې نیولي او پاکستاني پولیسو هم په دې برخه کې د هر ډول هڅو ډاډ ورکړی دی.