ټايوان: ژغورونکو نن دوه کسان د يوې دنګې نړېدلې ودانۍ له ويجاړېو وژغورل 

په ټايوان کې ژغورونکو نن دوه کسان نن د يوې دنګې نړېدلې ودانۍ له ويجاړېو وژغورل.

چارواکو نن وويل چې په تاينان ښار کې به څه باندې سل کسان تر دې ودانۍ لاندې شوي وي.

د يوه سړي او يوې ښځې ژغورنې هيلې پيدا کړي چې تر دې ودانۍ لاندې ښخ شوي نور کسان هم ښايي ژوندي وي.

دغه ١٧ منزله ودانۍ وړمه ورځ د زلزلې له کبله ونړېدله.

د تاينان ښاروال ويليم لاى نن سهار وويل، ٣٣ راايستل شوي کسان روغتون ته پر لار مړه شوي دي:

"لا هم ١١٧ کسان په نړېدلې ودانۍ کې راګير پاېت دي. ٩٢تنه ژغورل شوي کسان روغتون ته ولېږل شول، خو له بده مرغه ٣٣ يې روغتون ته پر لار مړه شول."

تر پرون ناوخته پورې تر ٢٠٠ زيات کسان وژغورل شول.

په دې زلزله کې د ٣٦ کسانو مړينه او د ٥٠٠ نورو ټپي کېدل تاييد شوي دي.