د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې د جوړېدو لپاره د چمتووالي خبره کړې ده.
د دغه وزارت ویاند قاضي خلیل نن رسنیو ته ویلي چې پاکستان چمتو دی څو د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین تر منځ د افغان سولې د خبرو د بیا پيل په اړه دریمه څلور اړخیزه غونډه د فبروري په شپږمه جوړه کړي.
ښاغلي خلیل زیاته کړې چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف به ډېر ژر قطر ته هم ولاړ شي.
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت قطر ته د صدراعظم شریف د سفر جزییات ورنه کړل خو د همدې اوونۍ په پیل کې د قطر په مرکز دوحه کې د افغان سولې په اړه یوه غیر رسمي غونډه وشوه چې د طالبانو استازیو هم په کې برخه درلوده.
طالبانو هم د یادې غیر رسمي غونډې پر مهال وویل چې په قطر کې د هغوی سیاسي دفتر واک لري څو د طالبانو په استازیتوب خبرې وکړي.