سویډن تر ۸۰زرو پورې پناه غوښتونکي له خپل هېواده باسي

د سویډن د کورنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې په پام کې لري چې تر اتیازرو پورې هغه پناه غوښتونکي له هېواده وباسي چې تېرکال سویډن ته ورغلي او د پناه اخیستو غوښتنې یې رد شوي دي.

د سویډن رسنۍ د اندیرش اینګوار ایګمن Anders Ingvar Ygeman له قوله خبر ورکوي چې ویلي یې دي، دوی له هېواده د ۶۰ زرو کسانو د ایستلو مساله څیړي خو کیدای شي چې دغه شمېر تر اتیازره پورې لوړ شي.

د هغه په وینا حکومت پولیسو او د مهاجرینو د ادارې اړوندو چارواکو ته دنده سپارلې چې بیرته خپلو هېوادونو د دغو رد شوېو پناه غوښتونکو د لیږلو چارې تنظیم کړي.

تېرکال سویډن ته له ۱۶۰ زرو زیات کسان ورغلي و چې دا د دې هېواد د نفوسو په پرتله تر ټولو لوی شمېر دی چې دغه اروپایي هېواد یې په خپله خاوره کې مني.

د نژدې ۶۰ زره پناه غوښتونکو پر دوسیو غور شوی او په سلو کې له پنځوسو زیات یې رد شوي دي.

سویډن ته د ورغلو پناه غوښتونکو ډیرۍ برخه یې افغانان دي.

د سړې هوا سره سره اروپا ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د تلو بهیر روان دی.

د ملګرو ملتونو د احصایې له مخې د روان کال له پیل راهیسې یوازې یونان ته له ۴۶ زرو زیات پناه غوښتونکي او کډوال رسیدلي او له ۱۷۰ زیات هم په خطرناکو لارو مړه شوي دي.