افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لورو د هېوادونو ترمنځ د نظرونو د اختلاف او ستونزو د حل لپاره د ګټورې ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټينګار کړی.
ښاغلي غني همدارنګه پر ایران د نویو اقتصادي بندیزونو د رفع کېدو په اړه هم ولسمشر روحاني ته مبارکي ورکړي او په سیمه کې یې د دې اقدام نتایجو ته خوشبیني ښودلې.