جواد ظریف: پر ایران لګېدلي بندیزونه به سرله ننه لېرې شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وایي؛ پر تهران لګېدلي نړېوال بندیزونه به سر له ننه یعنې د جنورۍ له ۱۶مې نیټې لېرې شي.

ظریف د اتریش په پلازمېنه ویانا کې خبریالانو ته وویل چې دا هم د نړۍ او هم د سیمې لپاره یوه ښه ورځ ده.

نوموړی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د اروپایې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې فدریکا موغیریني سره په ویانا کې د هغه تړون د عملي کېدو پر پرمختګونو بحث کوي چې تېر جولای د تهران او د نړۍ د سترو قدرتونو سره د ایران داټمي پروګرام په اړه وشو.

د دې تاریخي تړون له مخې ایران موافقه وکړه چې د اقتصادي بندیزونو د لېري کېدو په بدل کې به خپل اټمي فعالیت محدودي.

د نړۍ له خوا دغو اقتصادي بندیزونو دایران اقتصاد زیانمن کړ.

ظریف دغه راز خبریالانو ته وویل :

"نن د ایران د خلکو لپاره یوه ښه ورځ ده او نن به بندیزونه لېرې شي."

تمه ده د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار اداره نن تایید کړي چې ایران د دغه اټمي موافقې سره سم چلند کړی دی.

د دغې ادارې له خوا د راپور له ورکولو سره ښایې ښکېل لوري په ویانا کې اعلان وکړي چې د تړون ژمنې سر له ننه عملي کېږي.