د افغان ولسمشر دویم مرستیال وايي چې د عامه خدماتو د ادارو او د خصوصي سکتور فزیکي او حقوقي امنیت ته به خاص پام وکړي.
سروردانش نن د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په غونډه کې وویل چې حکومت په دې برخه کې اقتصادي عالي کمېسیون جوړ کړی.
ښاغلي دانش زیاته کړه:
"په دې وروستیو کې لومړنی ګام چې پورته شوی د ولسمشر په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا رامنځ ته کول دي چې اصلي هدف یې د اقتصادي پالیسو، ستراتیژیو او پلانونو جوړول او له تطبیق څخه یې څارنه."
په همدې غونډه کې د افغانستان د اقتصاد وزیرعبدالستار مراد له ټول افغانانو وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره دې له افغاني تولیداتو استفاده وکړي.