ټاکل شوې چې د کرکټ ملي لوبډله تر راتلونکو څو دقیقو پورې کابل ته ورسیږي.
د دغه ټيم هرکلي ته په کابل کې مراسم په پام کې نیول شوي دي.
له بلې خوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، نورو دولتي چارواکو او بېلابېلو ټولنو د کرکټ ملي ټيم د پرونۍ بريا له کبله د مبارکۍ پيغامونه خپاره کړي دي.
د کرکټ ملي ټيم پرون په شارجه کې زيمبابوې ته په دويمه نړيواله شل اووره مسابقه کې د يواتيا منډو په توپير ماتې ورکړه.
لوبه افغانستان پيل کړه، د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره يې زيمبابوې ته د ٢١٦ منډو هدف ورکړ.
خو په نولسم اوور کې د زيمبابوې ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځېدل، چې يوازې يې ١٣٤ منډې کړې وې.
محمد شهزاد چې په اووه شپېتو بالونو يې ١١٨ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځېدو د افغانستان بريا يقيني کړه او د مسابقې غوره لوبغاړى وګڼل شو.
افغانستان د جمعې په ورځ له زيمبابوې نه لومړۍ شل اووره مسابقه د پنځو منډو په توپير وګټله.
تر دې مخکې افغانستان له زيمبابوې چې د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب لري، د پنځوس اووره مسابقو په لړۍ کې ماتې ورکړې ده.