د لیبیا په "زلتین" ښار کې موټر بم چاودنې۲۱ تنه وژلي دي

په لیبیا کې سیمه ییزې رسنۍ او چارواکي وایي، لږتر لږه ۲۱ تنه نن هغه مهال ووژل شول چې یو موټر بم د لیبیا په ختیځ کې د"زلتین"په ښار کې د پولیسو د روزنې له یوه مرکز سره ولګېده او وچاودنه یې وکړه.

خو د زلتین ښاروال وویل چې په دې پېښه کې۴۰ تنه وژل شوي او هغه وخت چاودنه وشوه چې د پولیسو په مرکز کې په سلګونو نوو کسانو چې د پولیسو لیکو ته جذب شوي وو، روزنه ترلاسه کوله.

تر اوسه چا د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو داسې شک کېږي چې دا برید به داعش ته وفاداره کسانو کړی وي.