ننګرهار: د بهسودو د څو ورځو مخکې خونړي جنایت عامل میراث و

د ننګرهار چارواکي وايي چې د دې ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د څو ورځو مخکې خونړي جنایت عامل میراث و.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر له خوا په دې اړه په خپاره شوي بیان کې د موظف پلاوي د څیړنو پر بنسټ ویل شوي دي چې د دې سیمې د یوې کورنۍ د اتو غړو د وژلو قضیه د میراث پرسر وه او چارواکو د دې قتل په تور پر څو کسانو سربیره د متضررې کورنۍ د مشر یوسف وراره هم نیولی دی.

د موظف پلاوي مسوولانو پرون په دې اړه د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي ته د پوځي شورا په غونډه کې معلومات ورکړل.

د ننګرهار د مطبوعاتي دفتر بیان زیاتوي چې د دې قضیې په تړاو په پیل نهه مشکوک کسان نیول شوي وو، خو نور خوشې شوي دي او اوس له پنځو کسانو څخه تحقیقات روان دي.

چارواکي د لومړنیو څیړنو پر بنسټ وايي چې د وژل شوي یوسف یو ناسکه وراره څو ځلي مخکې هم د ده پر کور د برید هڅه کړې وه.

د راپورونو له مخې متضرر یوسف په کابل او پکتیا کې ځمکې او کورونه درلودل.