پاکستان د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې اقدامات کوي چې سوله نه کوي

پاکستان د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې د اقداماتو ژمنه کړې چې له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضریږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف دا ژمنه پرون د افغانستان، پاکستان او امریکا تر منځ په درې اړخیزه غونډه کې وکړه.

"د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې به د هغو طالبانو او افراطي ډولو پر وړاندې اقدام وکړي چې نه غواړي زموږ سره مذاکره وکړي."

ولسمشرمحمد اشرف غني په پرونۍ درې اړخیزه غونډه کې وویل، له هغو طالبانو سره د سولې خبرو ته حاضر دي چې له جګړې لاس واخلي، خو په وینا یې د هغو طالبانو سره به وجنګیږي چې د جګړې د دوام غوښتونکي وي.