د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو د تېرې شپې په حمله کې اته تنه وژل شوي

د کندهار پر هوايي ډګر د وسله والو طالبانو په حمله کې ۱۸کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

دا خبرې له سیمې د ازادي راډيو خبریال د یو شمېر سرچینو په حواله کړې.

خو چارواکي یوازې د اتو کسانو د وژل کېدو او ۱۰ نورو د ټپي کېدو خبره تاییدوي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چي د ۱۱ ساعته جګړې وروسته امنیتي ځواکونه په دې وتوانېدل چي حمله کوونکي له منځه یوسي.

د خپلواک په وینا په دې حمله کې اته کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت اخیستی او افغان ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.