افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د اسیا زړه هېوادونو د کانفرانس د دویمې ورځې په غونډه کې به ګډون وکړي.
ولسمشر غني نن په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې دغه کانفرانس د افغانستان په اړه دی او د سیمې او نړۍ مهم چارواکي په کې برخه اخلي.
ولسمشر غني په دې کنفرانس کې وویل چې په پاکستان کې به د سولې په مسالې هم خبرې وکړې.
د اسیا د زړه هېوادونو کنفرانس سبا او بل سبا په اسلام اباد کې جوړیږي.
د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د افغانستان په ګډون ۱۴ هېوادونه غړیتوب لري چې له ۱۷ نورو هېوادونو او ۱۲سازمانونو له خوا يې ملاتړ کیږي.