د سوریې پوځ وايي، د ترکیې قوتونو په وروستیو کې هغو یاغیانو ته د وسلو، مهماتو او وسایلو لېږل زیات کړي چې د بشار اسد له ځواکونو سره جنګېږي.
د سوریې پوځ په هغې خبرپاڼه کې چې پرون (شنبه) یې خپره کړه ویلي، هغه څه چې ترکیه یې د بشري مرستو کاروانونه بولي، په حقیقت کې وسلې دي.
دغه پوځ همدارنګه ادعا کړې چې ترکیه دا وسلې د سوریې او عراق د لوټ شویو انتیکو او لرغونو اثارو په بدل کې ورکوي او د دې ترڅنګ یاغیان په ټیټه بیه تېل پرې پلوري.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا تورونه رد کړي چې ترکیې له اسلامي دولت یا داعش څخه تېل پېرلي دي.
د سوریې پوځ همدارنګه پر ترکیې تور پورې کوي چې د سوریې د دولتي ځواکونو پر سنګرونو ډزې کوي.
د سوریې او ترکیې په پوله کې کړکېچ هغه وخت زیات شو چې ترکیې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د روسیې یوه جنګي الوتکه ووېشته.