جان کېمپبل به د بې پولې ډاکټرانو د روغتون په اړه څېړنې اعلان کړي

ټاکل شوې په افغانستان کې د ناټو او امریکایې ځواکونو مشر نن د خپلو هغو څېړنو پایلې اعلان کړي چې په کندز کې یې د بې پولې ډاکټرانو پر یوه مرکز د هوایې حملې په اړه کړي دي.

د امریکا د پوځ له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې جنرال جان کېمپبل به نن په کابل کې دغه پایلې اعلان کړي.

د پېښې په اړه څېړنه د هغو درېیو امریکایې جنرالانو له خوا شوې چې یو یې هم په افغانستان کې د ناټو له مرکز سره اړیکې نه لري.

ناټو او افغان پوځ په دې اړه خپلې څېړنې کوي.

دغه څېړنې د امریکا د پوځ له خوا وروسته له هغه پیل شوې چې په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر یوه روغتیایې مرکز هوایې حملې په افغانستان کې دننه او بهر توند غبرګونونه راوپارول.

په دغه حمله کې لږ تر لږه۳۰ تنه ووژل شوه.

دا حمله هغه مهال شوې چې په اکتوبر کې د کندز ښار د لنډې مودې لپاره د طالبانو له خوا ونیول شو او افغان او امریکایې ځواکونو یې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړه.

ځینو راپورونو کې راغلي وو چې طالبانو له دغه روغتون څخه د سپر په توګه کار اخستی وو.

د امریکا ولسمشر د دې پېښې له کبله له ایم.اس. ایف څخه بخښنه غوښتې ده.