د فرانسې ولسمشر وايي په پاریس کې حملې داعش کړي دي

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ په پاریس کې بریدونه د اسلامي دولت ډلې کار بولي. ولسمشر اولاند وایي د پاریس په بریدونو کې ۱۲۷ تنه وژل شوي دي.

نوموړي نن په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي چې دغه بریدونه له فرانسې بهر تنظیم شوي او په هېواده کې دننه پر ترسره کولو کې ورسره مرسته شوې ده.

د پاریس په بېلا بېلو سیمو کې پرله پسې بریدونه د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو ناوړه تروریستي بریدونه بلل شوي دي.

ولسمشر اولانډ له همدې کبله په هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړ:

"اضطراري حالت اعلانوم، یعنې ځینې سیمې به وتړل شي او ښایي پر تګ - راتګ هم بندیز ولګول شي."

پولیس وایي، اته برید کوونکي وژل شوي چې اوو تنو یې په مختلفو موقعیتونو کې ځانونه الوزولي؛ خو یو تن یې د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې ټول برید کوونکي وژل شوي او که نور به هم ژوندي او پټ وي.

ځینې کسان په یوه رسټورانټ کې د برید پر مهال وژل شوي؛ بل برید د فرانسې د فوټبال سټیډیوم ته نژدې شوی چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ؛ د هغه هېواد د کورنیو چارو وزیر او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شتاین مایر هم ګډون په کې کړی و او خوندي له سیمې وایستل شول.

په یوه بله پېښه کې د کنسرټ یوه هال ته وسله وال ورننوتل او له یوه سره یې پر خلکو ډزې وکړې.

فرانسه په پام کې لري د دې پېښې له کبله په دغه هېواد کې درې ورځي ملي ماتم اعلان کړي.

په پاریس کې شاوخوا ۱۵۰۰ فرانسوي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.