کري:که بشار الاسد په واک کې پاتې شي په سوریه کې سوله ممکنه نه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، واشنګټن لاهم له روسیې او ایران سره د سوریې د کورنۍ جګړې په هواري کې د ولسمشر بشارالاسدپر رول اختلاف لري.

جان کري پرون وویل، که چېرې بشار الاسد په واک کې پاتې شي په سوریه کې نه سوله ممکنه ده او نه هم د داعش ډلې ته ماتې ورکول کیدای شي.

د نوموړي په وینا د واک له انتقال پرته په سوریه کې څلورکلنه کورنۍ جګړه پای ته نه رسیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، روسیه او ایران اوس هم د بشارالاسد پر رول ټینګار کوي او دا ستونزه نه ده حل شوې.

نوموړی سره له دې چې د دې ستونزې موجودیت یې تایید کړ خو ویې ویل، امریکا او شریکان یې پر دې باور دي چې کولای شي د پرمختګ یوه لاره ومومي.

جان کري په دې اړه په واشنګټن کې د سولې په انسټیټوټ کې په داسې حال کې خبرې وکړې چې سبا په ویانا کې د سولې د خبرو بل دور پیلیږي چې۱۷ هېوادونه او یو شمېر نړېوال سازمانونه په کې برخه لري.