ویس برمک وايي، له زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ پيل شوې ده

بېړنیو حالاتوته د رسیدګۍ په برخه کې د دولت وزیر وايي چې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره د مرستو لړۍ پيل شوې ده.

ویس برمک نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د مرستې رسولو لومړۍ مرحله چې د اړتیا وړ لومړني مواد په کې شامل دي په اکثرو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري:"لازمې مرستې پيل شوي دي. د مرستو رسولو او لومړنیو موادو د رسولو پروسه پيل شوې ده. اوس هم په اکثرو ولایتونو کې دا پروسه دوام لري."

ښاغلی برمک د یو شمېر زیانمنو شویو شکایتونه پرځای بولي چې مرستې کافي نه دي خو وایي چې د بهرنیو هېوادونو د مرستو په رسیدو سره به د اوږدمهاله مرستو لړۍ هم پيل کړي.

د ریکتر په کچه د اوه اعشاریه او درجې یوې زلزلې د دوشنبې په ورځ د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو یو شمېر سیمې ولړزولې چې په افغانستان کې یې ۱۱۵ کسان ووژل او ۵۵۶ کسان یې ټپیان کړل.