وروسته له هغه چې د امریکا له خوا د روسي هلیکوپترو پر تولیدونکي او صادرونکي شرکت بندیز ولګول شو چې هغه هلیکوپترې دې نه ترمیم کوي چې امریکا د افغانستان پوځ ته اخستي دي، ګڼې ستونزې رامنځته شوي.
د روزوبورون اسکپورټ Rosoboronexport شرکت مشر اناتولي ایسای کین په دې اړه پرون په مسکو کې یې خبري غونډې ته توضیحات ورکړه.
هغه وایي، تردې وړاندې ټول هغه وسایل چې د افغانستان د پوځ لپاره اخستل کیدل، د امریکا له خوا به تصدیق شوه، خو اوس د ده په وینا د شته بندیزونو سره دغه کار ستونزمن شوی دی.
ایسای کین وایي، دغه قراردادونه اوس ځنډول شوي دي او زیاتوي چې د افغانستان وسله وال پوځ په پرله پسې ډول له دې شرکت څخه غواړي چې هغه هېواد ته وسله ورکړي، خو دغه شرکت د سوداګریزو قراردادونو له مخې یوازې کولی شي وسلې جوړې کړي.
د ایسای کین په خبره افغانستان دوه انتخابه لري یا به دغه هلیکوپترې د یوه سوداګریز قرارداد له مخې اخلي او یا به یې د روسیې د دفاع وزارت له لوري د پوځي مرستو په توګه ترلاسه کوي.
تردې وړاندې د دغه شرکت له لوري ۶۳ هلیکوپترې د افغانستان پر پوځ پلورل شوي دي چې اوس د امریکا د بندیز سره سم د همدې شرکت له لوري د هغوی ترمیم هم ستونزمن شوی دی.