د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ سیالۍ همدا اوس دوام لري

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ څلورمه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره لوبه همدا اوس دوام لري.

د زمبابوې ټیم همدا شیبه لوبه کوي او شپږ ویکټې یې بایللي دي.

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ په مخکینیو درو سیالیو کې افغان لوبډلې یوه ګټلې او دوې یې بایللي دي.

تمه کیږي د اکتوبر په څلرویشتمه به د دې پنځوس اوروه لوبو پنځمه او وروستۍ یوه ترسره شي او بیا افغان ټیم د شل اورونو دوې لوبې هم د زیمبابوې له ملي ټیم سره کوي.