د سلوانیا حکومت د سرحد د ساتلو په اړه یوه لایحه وړاندې کړې

د سلوانیا حکومت یوه لایحه وړاندې کړې ده چې له مخې به یې پوځ له پولیسو سره د سرحد په ساتلو کې مرسته کوي.

دا لایحه په داسې وخت کې وړاندې شوی ده چې په زرګونو کډوال دغه هېواد ته له کرویشیا داخل شوې دي.

دا لایحه تیره ورځ تصویب شوه او تمه ده چې نن ناوخته به یې پارلمان تصویب کړي.

دا هڅه په دې پسې وشوه چې تیره ورځ سلوانیا له دې سره مخالفت وکړ چې په یوه ورځ کې تر زرو ډیر کډوال له کرویشیا دغه هېواد ته داخل شي.

کرویشیا بیا له خپل، دغهَ شمالي ګاونډي وغوښتل چې هره ورځ دې پنځه زره کډوالو ته اجازه ورکوي.

د سوریې، افغانستان او عراق په لسګونو زره کډوال د بالکان هېوادونو له لارې هڅه کوي چې لویدیځې اروپا ته ځانونه ورسوي.

وروسته ترهغه چې هنګري خپل سرحدونه له کرویشیا او سربیا سره بند کړل، کډوالو د سلوانیا لور ته مخه کړه.