ناټو: ترکیه،جرمني او ايټالیا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو اوسنی شمېر ساتي

ناټو وايي: د ترکیې جرمني او ايټالیا حکومتونو پریکړه کړې چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو اوسنی شمېر وساتي.

ناټو تړون پرون [دوشنبه] دا خبر اعلان کړی دی.

په اروپا کې د ناټو لوی قوماندان جنرال فلیپ بریدلوف رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې یو شمېر غړو هېوادونو په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د خپل ګډ پوځي ماموریت د جاري ساتلو ډاډ ورکړی دی.

خو جنرال بریدلوف په دې اړه د جزیاتو له څرګندولو ډډه کړې ده.

ناټو اوس په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې نږدې ۶۰۰۰زره پوځيان لري او د دې ماموریت د پای ته رسیدو نیټه يې نه ده اعلان کړې.