هاشمي:د کندز کې د هوايي حملې د څیړینو تر وروسته به نور اقدامات هم وشي

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په کندز کې پر یوه روغتون د هوايي حملې د څیړینو تر معلومیدو وروسته به نور اقدامات ترسره شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي نن ازادي راډیو سره خبرو کې وویل ولسمشر غني په دغه پيښه کې د ملکي خلکو پر وژلو باندي اندیښنه څرګنده کړې ده:

((ولسمشر پر دې پیښې ډیره اندښینه وښودله،په دې اړه څیړنې روانې دي، د څیړنو د نتیجو تر معلومیدو وروسته به نور ګامونه پورته کړو.))

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ناټو عمومي قومندان جان کمپبل ویلي چې په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون حمله په تېروتنه کې شوې ده.

ویل کیږي دا هوايي حمله چې د اکتوبر د میاشتې په دریمه وشوه د ډاکترانو په ګډون ۲۲ ملکي وګړي په کي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.