ابراهیمي: په کندز کې دې تصفیوي عملیات دوام وکړي

د ولسي جرګې رییس وایې، په کندزکې باید د وسله والو مخالفانو پر وړاندې تصفیوي عملیات دوام وکړي.

عبدالروف ابراهیمي نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، تصفیوي عملیات باید ترهغو دوام وکړي چې دغه ولایت د مخالفینو له شتونه په بشپړه توګه تصفیه شي:

((په هغه صورت کې چې مدیرت په سمه توګه وشي، موږ تمه لرو دا عملیات ترهغو دوام وکړي چې له مرکزه ترکلیو او بانډو پورې ټوله کندز د وطن د دښمنانو له موجودیته تصفیه شي.))

له دې مخکې د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيوته وویل چې دا مهال د کندز په ښار کې تصفیوي عملیات دوام لري او دا عملیات به ټول ولایت ته وغځول شي.

د کندز ښار پس له دریو ورځو، نن سهار له طالبانو څخه بیرته ونیول شو.