ولسمشرغني نن ژمنه وکړه چې د وزارتونو د معینانو په ډله کې به د ښځو شمېر زیات کړي.
ښاغلي غني له یوشمېر ښځو فعالانو سره په کتنه کې همداراز وویل چې د هېواد په محکمو کې به هم د ښځو شمېر زیات شي:
زما غوڅ تصمیم دی چې په معینیتونو کې د ښځو شمېر باید زیات شي او ټولو وزارتونو ته مې هدایت ورکړی چې ښځینه کاندیدانې باید ولري. په محکمو کې هم ډېرې باکفایته ښځې لرو چې په حاشیه کې پاتې دي او دا اړتیا شته چې دوی د عدلي او قضایي سیسټم متن ته راشي.
په محکمو کې د ښځو حضور لانجمنه مسئله ده. ښاغلي غني له دې مخکې انیسه رسولي د سترې محکمې د قضايي پلاوي غړیتوب ته معرفي کړې وه خو ملي شورا د اعتماد رایه ورنکړه.