د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ټول خلک باید د لوی اخترپه مناسبت له هوايي ډزو او د باروتي پټاقیو له الوزولو څخه ډډه وکړي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملي پولیسو ته دنده سپارل شوې چې د اختر په ورځو کې په کابل کې د داسې اعمالو مخنیوی وکړي.
دې وزارت له ټولو خلکو هم غوښتي چې د باروتي پټاقیود پلورونکو په نیولو او په ښارکې د امنیتي وضعیت د ګډوډیدو په مخنیوي کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
دا وزارت وايي چې له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي.