دفاع وزارت: د ننګرهار کوټ ولسوالۍ د داعش ډلې له حضوره پاکه شوې

د افغانستان دفاع وزارت وایې چې د ننګرهار کوټ ولسوالۍ د داعش وسله والې ډلې له حضوره پاکه شوې ده.

د دې وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات روان دي.

د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو په اساس تر دې وړاندې داعش ډلې د ننګرهار په اوو بېلابېلو ولسوالیو کې فعالیتونه درلودل.