د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې په ځینو وزارتونو کې د کلیدي پوستونو د خرڅولو په اړه کره اسناد په لاس کې لري.
د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي که څه هم په دې اړه د کوم ځانګړي وزارت نوم وانخیست، خو زیاته یې کړه چې دغه شمېر وزیران به استجواب او په جلسه کې به ورسره دغه موضوع مطرح کړي.
د اداري اصلاحاتو کمیسیون هم په یو شمېر وزارتونو کې د مقرریو ستونزې تائیدوي خو وایي، هڅه کوي چې دا ستونزې له منځه ولاړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د کابینې د ځینو وزیرانو د غیرمسلکيتوب او کمزور يی فعالیت په اړه هم انتقاد موجود وو.