د روسیې ۲۴۰۰ او د منځنۍ آسیا د هېوادونه شاوخوا ۳۰۰۰ اتباع له داعش سره ملګري شوي دي

یوه روسي چارواکي نن وویل ۲۴۰۰ روسي اتباع د اسلامي دولت ډلې یا داعش له لیکو سره یوځای شوي دي.

د روسیې د فدرال امنیتي ادارې مرستیال مشر سیرګي سمیرنوف همداراز وویل چې د منځنۍ آسیا د هېوادونو شاخوا درې زره اتباع هم له داعش سره یوځای شوي دي.

سمیرنوف زیاته کړه، اروپا ته له منځني ختیځ څخه د روانو کډوالو ستونزه ښايي د روسیې امنیت ته هم ګواښ رامینځ ته کړي.

سمیرنوف دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د جګپوړو چارواکو په ګډون له تروریزم سره د مبارزې په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه.