د کرېملېن ویاند: که دمشق غوښتنه وکړي مسکو چمتو دی چې سوریې ته پوځي ځواک واستوي

روسي رسنیو د کرېملېن د ویاند دیمیتري پیسکوف له قوله لیکلي چې وايي که دمشق له روسیې څخه د سرتېرو د استولو غوښتنه وکړي روسیه چمتو ده چې په دې اړه غور او بحث وکړي خو ده ټینګار وکړ چې سمدستي دا یوازې یوه فرضیه ده.

مسکو پرون پر واشنګټن غږ وکړ چې د داعش د وسله والو پرضد د مبارزې لپاره د اسد له حکومت سره ګډ کار وکړي.

د سوریې د بهرنیوچارو وزیر ولیدالمعلم پرون هغه راپورونه رد کړل چې ګنې روسي پوځيان د سوریې په جګړه کې ګډون لري خو زیاته یې کړه چې که د روسیې مرستې ته اړتیا وي نو سوریه به یې له غوښتلو څخه ډډه ونکړي.

خو په همدې ورځ د سوریې یوې پوځي سرچینې رویټرز خبري آژانس ته وویل، د سوریې پوځ چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ځینې سیمې له لاسه وتلي دي، په دې وروستیو کې له نویو روسي ځمکنیو او هوايي وسلو څخه کار اخلي.