هغه پناه غوښتونکو چې غوښتل يې له سربيا څخه لويديځ اروپايي هېوادونو ته ننوزي، له هغه وروسته چې هنګري يې پرمخ خپل سرحدونه وتړل، اوس د کرويشيا خوا ته روان شوي.
د سربيا رسنیو ویلي چې لږترلږه لس بسونه چې په کې پناه غوښتونکي سپاره وو، نن د سربيا او مقدونيه ترمنځ له پولي څخه د کرويشيا سرحد ته رسېدلي دي.
د رويټرز خبري اژانس يوه کمره مين لږترلږه سل پناه غوښتونکي ليدلي چې د اروپايي اتحاديې غړي هېواد کرويشيا ته د جورو له مځکو څخه تېرېدل.
د کرويشيا پوليسو د پناه غوښتونکو لومړۍ ډله راټوله کړې چې د ثبتولو په مقصد له بېول شوي دي.
پرون هنګري له سربيا سره خپله پوله وتړله او پناه غوښتونکي يې بندي کړل.