برتانیا، فرانسې او جرمني له ایران سره د اټومي موافقې ملاتړ کړی

د برتانیا، فرانسې او جرمني مشرانو له ایران سره د اټومي موافقې ملاتړ کړی.

د برتانیا صدراعظم ډیویډکمېرون، د فرانسې ولسمشر فرانسوااولاند او د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي؛ په داسې حال کې چې بلاتکلیفۍ په ټوله نړۍ کې اوج ته رسېدلې ده؛ د ایران د اټومي موافقې په اړه د امریکا په کانګرس کې د روانې اونۍ رای اخیستنه د ډيپلوماسۍ د اغېزمنتوب د ښودلو لپاره یو ښه فرصت دی.

کمېرون، مېرکل او اولاند لیکلي دي چې دا موافقه چې د ایران لپاره د اټومي وسلې د ترلاسه کولو ټولې لارې بندوي د دوه کاله سختو او مفصلو خبرو نتیجه وه.