میکینلي،د افغان ځوانانو د روزنې لپاره د امریکا په ژمنو ټينګار وکړ

په کابل کې د امریکا سفیرد افغان ځوانانو د روزنې لپاره د خپل هېواد په ژمنو ټينګار وکړ.

سفیرمیکل میکینلي د پنجشنبې په مازدیګرله یوشمېر هغو افغان ځوانانو سره وکتل چې تمه ده راتلونکی کال د فولبرایټ سکالرشیپونو له لارې امریکا ته لاړشي او خپلې لوړې زده کړې وکړي:

((تاسو هغه بې جوړې افغانان یاستئ چې له بېلابېلو سیمو او له بېلابېلو سوابقو سره یوځای شوي یاستئ. موږ به له تاسو سره د انتخاب په پروسه کې مرسته وکړو څو راتلونکی کال د خپلې خوښې وړ برخو کې د زده کړو لپاره امریکا ته لاړ شئ.))

په کابل کې د امریکا سفارت وايي چې تمه ده د فولبرایټ بورسونه راتلونکی کال له ۵۸ څخه اتیاوو ته ورسوي او هڅه به یې وي چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دا شمیره نوره هم لوړه کړي.