د امریکا د استازیو جرګې د ډموکراتانو مشرې پرون وویل چې ډموکراتان کافي رایې لري چې د ایران د اټمي موافقې د ردولو په صورت کې د ولسمشربارک اوباما د ویټو ملاتړ وکړي.
ټاکل شوې چې جمهوري غوښتونکي راتلونکي میاشت د یوې اعلامیي په خپرولو دغه تړون رد کړي او داسې نښې یي ښودلې چې په کانګرس کې به د اوباما د ویټو په وړاندې مبارزه وکړي.
د ډموکراتانومشرې نانسي پلوسي اسوشټیډ پریس اژانس ته وویل چې که نن د ویټو په اړه رایي واخیستل شي، ګوند یې کافي رایې لري چې د اوباما د پریکړې ملاتړ وکړي.
هغې په دې اړه چې څومره ډموکراتانو خپل ملاتړ اعلان کړی، له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.