هرات: د اور لګېدنې له امله د یوې کورنۍ لس غړي وژل شوي

په هرات کې د اورلګېدنې یوې پېښې د يوې کورنۍ لس غړي وژلي دي.

د دې ولایت امنیې قومندان عبدالمجید روزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا پیښه تایید کړه او ویې ویل چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د هرات د حوزوي روغتون مسوولین بیا وایي چې د وژل شوو کسانو په وجود کې د مرمیو او چړو نښې هم لیدل کیږي.

په هرات کې د ازادي راډيو خبریال وایي؛ د پولیسو مسوولین هڅه کوي چې د پېښې جزیات له خبریالانو پټ کړي او زیاتوي چې اوس د وژل شوو کسانو جسدونه د عدلي طب څانګې ته انتقال شوي دي.