د اسلامي دولت ډلې په بغداد کې د وروستۍ بم چاودنې مسولیت منلی

د اسلامي دولت ډلې د هغې لارۍ بم چاودنې مسولیت منلی چې په بغداد کې یې د خوراکي موادو په مارکیټ کې ۶۲ تنه ووژل.

دغه پیښه نن سهار وختي په جمیله نومي مارکیټ کې شوې چې د شیعه میشت صدر ښار په څنګ کې موقعیت لري.

پولیس وایي، ۱۲۰ کسان په دې چاودنې کې ټپیان شوي دي چې دا شمېره د روغتون چاروکو هم تایید کړې ده.

د اسلامي دولت په نوم سني تندلارې ډلې وړاندې هم د بغداد په عمدتا شیعه میشتو ګاونډیو کې ورته بریدونه کړي دي.