پاکستاني او هندي سرحدي ساتونکو په کشمير کې پر یوه بل ډزې کړي

چارواکي وایي، پاکستاني او هندي سرحدي ساتونکو تیره ورځ د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پریوه بل ډزې کړې دي چې په کې دوه پاکستانیان او یو هندی وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وایي، سیالکوټ ته نژدې د باجوات په سیمه کې د هندي ځواکونو په برید کې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه څوارلس ملکیان ټپیان شوي دي. باجوات په ختیځ پنجاب کې یو ښار دی.

د هندي سرحدي ځواکونو یوه مسوول بیا وویل چې د پاکستاني ځواکونو د ډزو پر مهال څلور ملکیان ژوبل شوې دي.

دواړه لورې یو بل تورنوي چې ډزې یې کړي دي او وایي چې خپل غچ به واخلي.