د ملامحمدعمرکورنۍ، د اختلافونو د حل ځانګړې شورا ته د پریکړې صلاحیت ورکړ

د ملامحمدعمرکورنۍ پرون [سه شنبه] د طالبانو د نوي مشر د ټاکنې په اړه د اختلافونو د حل ځانګړې شورا ته د پریکړې صلاحیت ورکړ.

د دې شورا یوه غړي اسوشیټیډ پریس اژانس ته وویل چې طالبان د نوي مشرد ټاکلو له امله د راپیدا شوو ستونزو د حل هڅې کوي.

اسوشیټیډ پریس اژانس وايي، د ملامحمدعمر مشر زوی ملا یعقوب او د هغه ورورملامنان پرون په کویټه کې د طالبانو له لږترلږه۲۰۰ قوماندانانو سره غونډه وکړه.

اسوشیټیډ پریس وايي، ټاکل شوې چې د اختلافونو د حل د ځانګړې شورا غړي د طالبانو له نوي مشرملااخترمنصور سره وګوري.