په کابل کې د ګنډ افغاني کالیو بازار ښه شوی

Your browser doesn’t support HTML5

د افغاني دودیزو کالیو اغوستل له پخوا راهیسې په هېواد کې دود دی چې اوس ترډېره په ودونو او د خوښیو په نورو محفلونو کې اغوستل کیږي. پخوا به دغه کالي په ځانګړي توګه د ښځو ګنډ کالي په کورونو کې جوړېدل. خو اوس یې نارینه خیاطان هم ګنډي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په دې اړه یوه ویډیو جوړه کړې ده.