طالب وسله والو د کندز د قلعه زال ولسوالۍ ډېری سیمې نیولي دي

د کندز سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې د قلعه زال ولسوالۍ اکثرې سیمې د وسله والو مخالفینو په کنټرول کې راغلي دي.

د قلعه زال ولسوال محبوب الله آزادي راډیو ته وویل چې له څو ورځو راهیسې پر دې ولسوالۍ وسله والو مخالفینو له څو لوریو حملې کړي او افغان پوځیان هم ورسره په جګړه کې ده.

امنیتي چارواکو بیا ویلي چې د قلعه زال د اکثرو سیمو د بېرته نیولو لپاره یې هڅې پيل کړي او تازه ځواکونه هم سیمې ته رسیدلي دي.

د دغو جګړو له امله د قلعه زال سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو کډه شوي دي.