نامعلومو کسانو د بغلان ولایت په ډنډغوري سیمه کې څو جوماتونه سوځولي دي.
سیمه ایزو چارواکو د آزادۍ راډیو خبریال ته ویلي دي چې تېره شپه شپږ جوماتونه سوځول شوي. د بغلان ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس مولوي عبدالرشید مظهري آزادۍ راډیو ته وویل چې یوازې د وسله والو طالبانو ترولکې لاندې سیمو کې څلور جوماتونه سوځېدلي دي.
ښاغلي مظهري وویل، دی نه پوهېږي چې دا جوماتونه به د چا له خوا سوځول شوي وي. د دې جوماتونو د سوځولو مسوولیت تردې دمه کومې ډلې نه دی منلی.