اوباما وايي، سختدریځې ډلې له مرګ او ورانۍ پرته بل څه نه لري

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، د سومالیا د پلازمېنې د روانې اوونۍ وژونکې بمي چاودنې د دې یادونه کوي چې باید د الشباب په شان د تروریستي ډلو مخه ونیول شي.

اوباما پرون د ایتوپیا له صدراعظم سره د دغه هیواد په مرکز ادیسه بابا کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل: له القاعده سره تړلي سختدریځي له مرګ او تخریبه پرته بل څه چا ته نه شي ورکولی.

ده همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه او نور هیوادونه باید د الشباب په څېر ډلو باندې، چې ایتوپیا ته هم جدي ګواښ پېښوي، فشار راوړي.