په ترکیې کې پولیسو پرون له اسلامي دولت سختدریځې ډلې سره د اړیکو په شک لږترلږه ۱۵ کسان ونیول.
د ترکیې رسنیو وویل، مشکوک کسان، چې بهرني اتباع هم پکې شامل دي، د انقرې په بیرم (بایرم) مېنه کې د سهاروختي په برید کې ونیول شول.
په راپورونو کې د نیول شویو بهرنیانو ملیت نه دی په ګوته شوی.
له بلې خوا یوې حکومت پلوې ورځپاڼې یني سفاک وویل چې لږترلږه ۱۹ تنه نور، چې د کوردستان له کارګر ګوند یا پي کې کې سره تړاو لري، د ادیامان په جنوب ختیځ ښار کې نیول شوي دي.