هند له پاکستان سره په پوله کې تدابیر سخت کړل

هند پرون وروسته له دې له پاکستان سره په خپله پوله کې امنیتي تدابیر زیات کړل چې وسله والو کسانو د هند د پنجاب په شمالي ایالت کې د پولیسو پر یوې حوزې برید وکړ.

په دې برید کې لږترلږه ۵ تنه ووژل شول.

د هند د کورنیو چارو وزیر رجنات سینګ نن په ګورداسپور ولسوالۍ کې خبریالانو ته وویل:

«حالات تر کنټرول لاندې دي. ځواکونه مخکې لا هلته رسېدلي دي.»

چارواکو پرون وویل، د هند د پوځ کومانډو ځواکونو او پولیسو له هغو وسله والو سره جګړه وکړه چې په درنو وسلو یې د پاکستان پولې ته نژدې د ګورداسپور ولسوالۍ د پولیسو پر استوګنځیو د درنو وسلو برید وکړ.

پولیس وايي، ګومان کوي حمله کوونکي، چې له هندي کشمیره ورغلي وو، یو موټر وتښتاوه او بیا مخکې تر دې چې د پولیسو حوزې ته ننوځي پر یوه بس ډزې وکړې.

د نوي ډیلي د تلویزیون خبري چاینل وویل چې په حمله کې ۳ یا ۴ تنو برخه لرله.