د ترکیې جنګي الوتکو نن د سوریې په خاوره کې دننه پر اهدافو حمله وکړه.
ترکي چارواکي وايي، په دې حملو کې چې سهار وختي پیل شوې، د ترکیې له سرحده پورې غاړه د سوریې په هاوار کلي کې څلور هدفونه په نښه شول چې د اسلامي دولت ډلې یوه قرارګاه هم پکې ده خو ترکي چارواکو ویلي دي چې ترکي الوتکې د سوریې هوايي قلمرو ته نه دي ننوتي.
له بلې خوا ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د تروریزم ضد پنځه زره پولیسو په استانبول کې د داعش او د کردي ملېشو پر مرکزونو عملیات ترسره کړي. دا عملیاتو نیمه شپه د هیلیکوپټرو او خاصو ځواکونو له خوا پر سلو مشکوکو مرکزونو ترسره شول.
په سوریه کې د ترکیې هوايي حملې یوه ورځ وروسته له هغه پیل شوې چې ترکیې امریکا ته له خپلې انجیرلیک نومې قرارګاه څخه په سوریه کې د داعش ډلې پر ضد د هوايي حملو اجازه ورکړه.