د امریکا دفاع وزارت وايي، د القاعده شبکې یو مهم قوماندان چې د انتحاري حملو مسوول و، په افغانستان کې وژل شوی.
پنټاګون په یوه بیان کې د دفاع وزیر اشټن کارټر له قوله لیکي چې وايي، ابوخلیل السوداني د القاعده شبکې له مشرانو څخه و، چې له خپلو دوو ملګرو سره نژدې دوه اونۍ مخکې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې وژل شوی دی. بیان زیاتوي چې السوداني په دې حمله کې د دریو وژل شویو سخت دریځو په ډله کې و. په بیان کې همداراز یادونه شوې چې د السوداني مړینه به په ټوله نړۍ کې د القاعده شبکې پر عملیاتي ځواک اغېز وکړي.
پنټاګون وايي، نوموړي پر افغان، امریکايي او پاکستاني ځواکونو په حملو کې په مستقیم ډول لاس درلود.