په شمالي ولایتونو کې د دولتي او ولسي ځواکونو ګډ عملیات پیلېږي

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر په شمال کې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون د قوتونو د ګډو عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي چې دا عملیات د فاریاب په ګډون د هېواد په شمالي ولایتونو کې پیلېږي. د ولسمشر د لومړي مرستیال مطبوعاتي سلاکار سلطان فیضي آزادۍ راډیو ته وویل جنرال عبدالرشید دوستم د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز او د کورنیوچارو د وزارت او ملي امنیت ادارې له چارواکو سره د دې عملیاتو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې. ښاغلی فیضي زیاتوي:

په دې عملیاتو کې چې افغان ځواکونه یې پیلوي د ولسي پاڅون، د ملي امنیت، ملي پولیسو او ملي اردو سرتېري په ګډه برخه اخلي.

ښاغلي فیضي مخکې ویلي و چې جنرال دوستم په ولسي پاڅون کې د خلکو د تنظیم لپاره د شمال ولایتونو ته تللی دی.